د بخښنې نړيوال سازمان پر ترکيې تور پورې کړى چې د تېر کال تر ناکامې کودتا وروستهيې د تصفيې په لړ کې د عامه سکټور کارکوونکي په "مستبدانه ډول" له دندو ليرې کړي دي.
دغې ادارې په خپل هغه راپور کې چې نن دوشنبه خپور شوى ويلي، د عامه سکټور تر يو لک زيات کارکوونکي چې په هغو کې د قضائيه او پوځي ادارو غړي هم شامل دي، تر جولاى مياشتې راهيسې له دندو شړل شوي دي.
په هغه مياشت د کودتا هغه ناکامه هڅه د ولسمشر رجب طيب اردوغان د پرځولو لپاره شوې وه.
د بخښنې نړيوال سازمان په ترکيه کې په مستبدانه ډول د کارکوونکو پر ليرې کېدو انتقاد کړى دى.
د دې ادارې په خبره هغه کسان چې دندې يې له لاسه ورکړي، د هغه فرمان پر اساس ليرې کړاى شوي چې تر ناکامې کودتا څو ورځې وروسته د نافذ شوي اضطراري حالت پر مهال صادر شوى و.