د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په دوه ورځني سفر نن اسرائيل ته ورسېد.
دى به د هغه تړون د پرمختګ هڅه وکړي، چې ده "نهايي موافقه" بللې ده.
دا د اسرائيليانو او فلسطينيانو تر منځ د سولې تړون دى.
ښاغلى ټرمپ په پام کې لري د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتانياهو او د فلسطيني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره جلا کتنې هم ولري، دى هيله لري د سولې هغه خبرې بيا تازه کړي چې له ٢٠١٤ میلادي کال راهيسې ځنډېدلې دي.
د اسرائيل امنيتي چارواکي وايي د دې سفر لپارهيې پوره امنيتي تدابير نيولي دي.
د اسرائيل د پوليسو وياند ميکي روزنفِلډ روېټرز اژانس ته وويل:
"په ټوله کې په امنيتي تدابيرو کې زموږ لس زره پوليس افسران ګمارل شوي چې په هغو کې امنيتي قطعې، د ترورېزم ضد قطعې، د ګزمې خاصې قطعې، سرحدي پوليس او خفيه اجنټان برخه لري. دغه امنيتي تدابير د امريکا له امنيتي مسؤلانو سره همغږي شوي، څو دا يقيني شي چې دغه کتنه له پلان سره سمه ترسره شي."
بلخوا د اسرائيل لپاره د امريکا سفير ډېوېډ فرايډمن د اسرائيل هايوم ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلي، د ولسمشر ټرمپ هدف دا مهال دا دى څو سولې ته د رسېدو په هيله د ښکېلو لورو تر منځ مذاکرې پيل کړي.