د پاکستان شمال لوېديځ کې ۵ کسان بمي چاودنه کې وژل شوي

د پاکستان چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې لږ تر لږه پنځه کسان چې يو په‌کې سرتېرى دى، نن هغه وخت ووژل شول چې موټر يې د سړک د غاړې پر بم وربرابر شو.

د محلي چارواکو په وينا پېښه ډيورند کرښې ته څېرمه د قبايلي سيمې خېبر اېجنسۍ په تيراه سيمه کې شوې ده.

يوه محلي چارواکي منظور بخاري وويل، په چاودنه کې موټر مکمل ويجاړ شوى او هېڅ‌څوک ژوندي نه‌دي پاتې.

د ازادي راډيو د خبريال د راپور له مخې، په وژل شويو کې د يوه سرتېري تر څنګ د سولې لښکر څلور غړي هم شامل دي.

په همدې سيمه کې په تېرو دوو ورځو کې څلور پاکستاني پوليس له هغو وسله‌والو سره چې شک کېږي وسله‌وال طالبان به وي، د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي.