چارواکي: غزني کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزول شوی

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت قره‌باغي ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی نامعلومو کسانو په بمونو الوزولی دی.

د غزني د پوهنې رئیس محمد عابد عابد نن ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې له امله‌يې د قره‌باغي البیروني په نوم د نجونو دا لېسه تخریب شوې ده.

دی زیاتوي:

"تېره شپه ناوخته نامعلومو کسانو د نجونو یوه لېسه چې د قره‌باغ البیروني په نوم وه او د ښار مربوط وه په بمونو الوزلې ده خو له نېکه مرغه په دې پېښه کې چاته زیان نه‌دی رسېدلی."

ښاغلي عابد وویل چې دغه ښوونځي کې نېږدې ۶۰۰ نجونو زده‌کړې کولې.

تر دې دمه د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.