امنیتي مسؤلین وايي چې د کندز په قلعهزال ولسوالۍ کې څلور وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
د افغانستان د شمال ختیځ زون د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي نن خبریالانو ته وویل چې د "پامیر ۵" موسمي عملیاتو په لړ کې د دې تر څنګ پنځه تنه وسلهوال ټپيان شوي هم دي.
هغه وویل چې په دې عملیاتو کې افغان امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته زیان نهدی رسېدلی.
تر دې دمه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندز امنیتي چارواکو په دې ولایت کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد د "پامیر۱" په نوم د تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی دی.
په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې رئیس ارکان سید قربان موسوي رسنیو ته ویلي چې دغه عملیات به تر هغه وخته جریان ولري چې د دې ولایت د مرکز اړوند سیمې د طالبانو له وجوده نهوي پاکې شوي.