اصلاح غوښتونکو د تهران د ښاري شورا انتخابات ګټلي او د دې شورا د ټولو ۲۱ څوکیو په ګټلو سرهیې محافظهکاران د قدرت له صحنې څخه لیرې کړي دي.
د مې د نولسمې په انتخاباتو کې د حسن روحاني له بریا وروسته دا د اصلاح غوښتونکو دوهمه بریا ګڼل کېږي.
د تهران د ولایت دفتر پرون یکشنبه د ښاري شورا د انتخاباتو نتیجې چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه وخت کې ترسره شول، اعلان کړې.
رأی ورکوونکو، د ۹ میلیونه وګړو لرونکي تهران د ښاري شورا د ۲۱ څوکیو لپاره رأیې ورکړې.
د ایران د پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني زوی محسن هاشمي هم د ښاري شورا د څوکۍ له ګټونکو څخه دی.
د تهران ښاري شورا به د خپل کار له پیل سره سم د پلازمېنې لپاره ښاروال غوره کوي.