فاریاب چارواکي: دولت‎آباد جګړه کې ۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دولت‎آباد ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۱۵ وسله‎وال طالبان وژل او ټپیان شوي دي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډيو ته وویل چې جګړه پرون وروسته له هغه پیل شوه چې وسله‎والو د دولت‎اباد په توپخانه کلا سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو حملې وکړې.

ښاغلی یورش وايي:

"په توپخانه کلا سیمه کې طالبانو زموږ پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې حمله‌یې شنډه شوه او په پای کې یې څلور وسله‎وال مخالفین ووژل شول چې د ازبکستان یو وګړی هم په‎کې دی."

ښاغلي یورش زیاته کړه چې په پرونۍ جګړه کې ۱۱ نور وسله‌وال مخالفین هم ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې په جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان نه‎دی اوښتی.

د وسله‎والو طالبانو سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.