فنلنډ کابل کې د خپلې تښتول شوې وګړې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د فنلنډ حکومت په کابل کې د خپلې یوې تښتول شوې وګړې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، تائید کړې ده چې یوه وګړې یې په کابل کې تښتول شوې.

په بیان کې راغلي چې د تښتوونکو هویت نه‎دی معلوم خو یادونه‌یې کړې چې په دې اړه د دوی تحقیقات روان دي.

د "مرسي اپرېشن" په نوم د خیریه ټولنې فنلنډۍ کارکوونکې پرون د کابل په زړه کې له یوه مېلمستون څخه د وسله‎والو کسانو له‎خوا وتښتول شوه.

د پېښې پر مهال یوه جرمنۍ مېرمن چې هغه هم د خیریه ټولنې کارکوونکې وه او یو افغان ګارډ ووژل شول.

د دې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‎دی منلی.

"مرسي اپرېشن" مرستندویه ټولنه د ماشومانو د مړینې د کمولو او د ښځو د ځواکمنولو په برخو کې له افغانانو سره مرستې کوي.