ټرمپ: د منځني ختیځ هېوادونه دې یو ائتلاف جوړ کړي

د متحده ایالاتو ولسمشر د بنسټ پالڼې د له‌منځه وړلو لپاره د منځني ختیځ هېوادونو د یوه ائتلاف د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د امریکا او اسلامي هېوادونو سرمشریزې ته وویل، د متحده ایالاتو دوستي به لاپیاړې کړي او د سولې د هڅو په ترڅ کې به نوي دوستان ومومي.

ښاغلي ټرمپ د سخت دریځو ډلو پر ضد روانې مبارزې ته په اشارې وویل، دا د بېلابېلو عقیدو، فرقو او مدنیتونو تر منځ جګړه نه‌ده بلکې د هغو ډلو پر ضد جګړه ده چې غواړي انسنانیت له‌منځه یوسي.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز بیا دې سرمشریزې ته وویل چې له خپلو متحدانو سره یوځای به د ترورېزم د تمویل سرچینې له‌منځه یوسي او د ترورېزم د ټولو بڼو پر ضد به ګډه مبارزه وکړي.