پاکستان کې دوو بېلابېلو بریدونو کې ۶ پولیس افسران وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ په دوو بېلابېلو وسله‌والو بریدونو کې د پولیسو ۶ افسران ووژل شول.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو یوه افسر عارف خان وویل، وسله‌والو د پېښور ښار په حنوب کې د پولیسو څلور افسران چې له یوې ګزمې بېرته ستنېدل، په ډزو ووژل.

د پاکستاني طالبانو یوې څانګې جماعت‌الاحرار د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

په یوې بله پېښه کې موټر سایکل سپرو وسله‌والو په کراچۍ کې د پولیسو پر یوه موټر حمله وکړه چې دوه افسران‌یې په‌کې ووژل شول.

داعش پورې تړلې لشکر جنګوي ډلې د کراچۍ د برید مسؤلیت منلی دی.