غني د ریاض سرمشریزه کې د ترورېزم ضد مبارزې مرکز افتتاح کړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې د امریکا او اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني د دې سرمشریزې په پای کې د نړۍ له نورو مشرانو سره د ترورېزم پر ضد د مبارزې د مرکز افتتاح وکړه.

دا مرکز د سعودي عربستان له‌خوا له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د معلوماتو او تجربو د شریکولو په مقصد جوړ شوی دی.

د ریاض په سرمشریزه کې د نړۍ په سطحه د ترورېزم د ګواښونو او د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه کې د جدي همکارۍ په اړه خبرې او بحثونه وشول.