ټرمپ وویل، موږ یو ځل بیا له مصر سره فوق‌العاده اړیکې لرو

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ په سعودي عربستان کې له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو غونډې ته تر وینا مخکې له یو شمېر مشرانو سره کتلي دي.

هغه نن د مصر له جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد آل ثاني سره خبرې کړې دي.

د مصر له جمهور رئیس سره په لیدنه کې ولسمشر ټرمپ السیسي ته په خطاب کې وویل چې په سختو شرایطو کې یې ښه کارونه کړي او اوس د امریکا او مصر اړیکې تر پخوا زیاتې ښې شوې دي.

ده زیاته کړه:

"موږ یو ځل بیا له مصر سره فوق‌العاده اړیکې لرو. له پخوانیو ادارو سره مو دومره ښې اړیکې نه‌درلودې. اوس ډېرې قوي اړیکې لرو او څه چې تاسو یې کوئ موږ یې ستایو."

ولسمشر ټرمپ همداراز د قطر له امیر شیخ تمیم سره په لیدنه کې وویل چې له هغه سره‌یې د وسلو په خرڅلاو خبرې کړي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس به د ورځې په اوږدو کې په خپل لومړني بهرني سفر کې د نړۍ د شااوخوا پنځوسو اسلامي هېوادونو مشرانو ته وینا هم وکړي او هغوی به وهڅوي چې له افراطیانو سره په مبارزه کې متحد پاتې شي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال اسلام-ضد نظریات ورکړي و او د انتخاباتو تر ګټلو وروسته‌یې په لومړنیو کارونو کې په ځینو اسلامي هېوادونو متحده ایالاتو ته د سفر بندیز ولګاوه.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس به تر دې غونډې وروسته اسرائیل، واتیکان، سیسلي ټاپو او بروکسل ته لاړ شي.