د سرپل د کرنې او مالدارۍ رئیس وایي چې د پرلهپسې ورښتونو له امله د زعفرانو پیاز زیانمن شوي چې له امله بهیې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د زعفرانو حاصلات هم کم وي.
سید معینالدین عیني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېر کال په سرپل کې ۱۶ کېلو ګرامه زعفران شوي وو.
ښاغلي عیني زیاته کړه، که زعفران نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي د کرنیزې اقتصادي ودې لپاره خورا ګټور تمامېږي.
نوموړی وايي چې سږ کال د دغه ولایت د مرکز په ګډون په سانچارک، ګوسفندي او صیاد کې په څه باندې ۳۰ بزګرو د څه باندې دوه میلیونو درې اتیا زرو افغانیو په ارزښت د زعفرانو پیاز وېشل شوي دي.