د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس د پاکستان او افغانستان له دولتونو غواړي چې د کندهار د سپینبولدک ترانزیټي لار د سیاسي مسایلو په خاطر ونهکاروي.
فضلالحق مشکاڼي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان حکومت څخه وغوښتل څو دغه لار د سوداګرو پر مخ پرانیزي.
ښاغلی مشکاڼی زیاتوي:
"زموږ غوښتنه د دواړو دولتونو څخه دا ده چې دوی دې دغه ترانزیټي لار د سیاسي مسایلو په خاطر ونهکاروي ځکه پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کوي."
مشکاڼی وايي چې د دغې لارې د تړلو له امله افغان سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.
نوموړی وایي چې اوسمهال څه باندې ۵۰۰ بار وړونکي موتړونه پر دغې لار بند پاتې دي.
د چمن او سپینبولدک تر منځ د ډیورند پر کرښه د پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو تر منځ تر وسلهوالې نښتې وروسته له تېرو درېیو اوونیو راهیسې دغه لار د سوداګرو پر مخ تړل شوې ده.
معلومه نهده چې دغه لار بیا کله د افغان سوداګرو پر مخ پرانیستل شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نظر هم راواخلو خو بریالي نهشوو.