شمالي کوریا بالسټیک لیرې واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی

شمالي کوریا نن د اټمي سروکې د انتقال وړ بالسټیک متوسط واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی.

د سپینې ماڼۍ یوه مقام چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره سعودي عربستان ته تللی دا خبره تائید کړې او ویلي یې دي چې شمالي کوریا د توغندیو د ازموینې په خاطر د امریکا د بندیزونو له زیاتېدو سره-سره دا توغندی ازمویلی دی.

دغه چارواکي ویلي د نن ورځې ازمویل شوی توغندی یو وار مخکې په فبروري میاشت کې هم ویشتل شوی و او تر هغو نورو لنډ واټن وهي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د شمالي کوریا له‌خوا ازمویل شوي دي.

د جنوبي کوریا دفاعي چارواکو هم تائید کړې چې دا توغندی د جنوبي پیونګان ولایت له پکجنګ سیمې نه توغول شوی او ختیځ لور ته‌یې ۵۰۰ کېلو متره لار وهلې.

د شمالي کوریا له‎خوا د دغه بالسټیک میزایل تر ازمویلو وروسته د جنوبي کوریا جمهور رئیس د امنیت شورا یوه غونډه وربللې څو په دې اړه بحث وکړي.

شمالي کوریا یوه اوونۍ مخکې یو منځ واټن ویشتونکی میزایل وازمایه چې د واشنګټن او نورې نړۍ له تُند غبرګون سره مخ شو او متحده ایالاتو شمالي کوریا ته د دغه کار په خاطر د زیاتو بندیزونو د لګولو ګواښ وکړ.

شمالي کوریا تر اوسه په ۲۰۱۷ کال کې لس ځلې میزایلونه ازمویلي دي.

په ۲۰۱۶ کال کې یې لسګونه داسې میزایل ازمویلي و.

شمالي کوریا د اټمي سروکې د انتقال وړ بین‌القاره‌یې لیرې واټن ویشتونکي میزایل د جوړولو لپاره هڅې زیاتې کړي هغه څه چې په اړه‌یې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ قسم کړی چې ترسره به‌یې نه‌کړای شي.