چارواکي: کابل کې یوه جرمنۍ مېرمن او یو افغان ساتونکی وژل شوي

د کابل امنیتي چارواکو تائید کړه چې تېره شپه نامعلومه وسله‌والو د اوومې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک یوه جرمنۍ مېرمن او یو افغان ساتونکی وژلي دي.

د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې امر احمد ولي صبوري ازادي راډيو ته وویل، وسله‌والو یو بل بهرنی وګړی له ځان سره بیولی دی.

ده زیاته کړه، وسله‌والو دغه حمله تېره شپه سوداګرۍ وزارت ته مخامخ د بهرنیانو په یو دفتر کړې ده.

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.

د ازادي راډيو خبریال وايي چې سیمه په بشپړه توګه د امنیتي ځواکونو له لوري تړل شوې ده.