چین په "سیستماتیک" ډول خپل هېواد کې د "CIA" هڅې شنډې کړي

د چین حکومت د ۲۰۱۰ میلادي کال له وروستیو راهیسې په "سیستماتیک" ډول په دغه هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې «سي. ای. اې» هڅې شنډې کړې دي.

نیویارک ټایمز نن لیکلي چې چینايي چارواکو له ۲۰۱۰ میلادي کال وروسته په دوو کلونو کې د امریکا لږ تر لږه ۱۲ جاسوسان او ارتباطي کسان یا وژلي یا یې زندان ته اچولي دي.

نیویارک ټایمز ته شااوخوا لسو برحاله او پخوانیو امریکایي چارواکو د نوم د نه افشا کېدو په صورت کې د چین حکومت د دغو هڅو یادونه کړې ده او ویلي یې دي چې دا په څو لسیزو کې په استخباراتي ډګر کې تر ټولو ناوړه پېښې دي.

ځینو شنونکو ویلي چې چین په دغه هېواد کې د «سي. ای. اې» ارتباطي سیستم چې له خپلو بهرنیو منابعو سره پرې اړیکه ټینګوي، هک کړی دی.

دوو پخوانیو امریکايي چارواکو ویلي چې په مجموعي توګه د «سي. ای. اې» اتلس تر شل تړلي کسان په چین کې وژل شوي یا زنداني شوي دي.

«سي. ای. اې» او «اف. بي. ای» سمدستي د دې راپور په اړه نظر نه‌دی ورکړی خو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې اعلان کړی و چې چین نور د دوی جاسوسان نه‎شي پېژندلی.

دوی دا ډاډ په داسې حال کې ورکړی چې ویل کېږي غربي استخباراتي ادارو ته په چین او روسیه کې د جاسوسي شبکو پرمختګ زیات ستونزمن بلل شوی دی.

د امریکا د جاسوسانو په اړه دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د دغه هېواد د استخباراتو مرکزي اداره اوس په دې تحقیق کوي چې څنګه‌یې دوه میاشتې مخکې ډېر حساس اسناد افشا شوي و.

«اف. بي. ای» هم له روسیې سره د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د اړیکو څېړنه کوي.