ټرمپ به پر ځینو مشرانو د افراطیانو پر ضد د یوځای کېدو غږ وکړي

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ به نن د ورځې په اوږدو کې د اسلامي هېوادونو ګڼو مشرانو ته په وینا کې په هغوی غږ وکړي چې د افراطیانو او نه‌زغم پر ضد سره یوځای ودرېږي.

اسوشیټېډ پرس ویلي ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ په پلازمېنه ریاض کې له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د اسلامي هېوادونو یوې سیمه‌ییزې غونډې ته دا وینا کوي.

دا به د ټرمپ په لومړني بهرني سفر کې د هغه لومړۍ وینا وي چې د معلوماتو له مخې په‎کې هڅه کوي څو اسلامي نړۍ د افراطیت په وړاندې ګډې مبارزې ته وهڅوي.

په ټرمپ سربېره د شااوخوا پنځوسو هېوادونو مشران دې غونډې ته بلل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال اسلام-ضد نظریات ورکړي و او د انتخاباتو تر ګټلو وروسته‌یې په لومړنیو کارونو کې په ځینو اسلامي هېوادونو متحده ایالاتو ته د سفر بندیز ولګاوه.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس به تر دې غونډې وروسته اسرائیل، واتیکان، سیسلي ټاپو او بروکسل ته لاړ شي.