د هند پوځ پرون شنبه وویل، په هندي کشمیر کې په یوه نښته کې دوه هندي سرتېري او دوه مشکوک یاغیان ووژل شول.
د پوځ ویاند ډګروال راجش کالیا وویل، دوه پوځیان او دوه ترورېستان د کشمیر کنټرول کرښې ته نېږدې د ډزو په تبادله کې ووژل شول.
کشمیر په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د بریتانیا د استعمار له پای ته رسېدو وروسته د هند او پاکستان تر منځ وېشل شوی دی.