د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، د داعش پر ضد په جګړه کې يې خپل تمرکز د دې ډلې د بهرنیو جنګیالیو لهمنځه وړلو ته اړولی دی.
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، په دې ډول به په لوېدیځ کې خپلو کورونو ته بېرته د داعش د غړو د ستنېدو مخه ونیول شي.
پنټاکون وايي، د داعش پر ضد مبارزه کې دا نوی بدلون به هغه ډول بریدونه کم کړي څه ډول چې په پاریس، بلجیم او یو شمېر نورو هېوادونو کې وشول او لسګونه کسان پهکې ووژل شول.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ویلي، که تونس وي، کولالامپور وي، پاریس وي او که ډیټرویت خپلو هېوادونو ته د داعش بېرته ستنېدونکي غړي یو ستراتیژیک ګواښ دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داعش پر ضد مبارزه کې د پنټاګون پیشنهاد شوی بدلون منظور کړی دی.