د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وايي، ښايي بالاخره له خپل ایراني ساري محمد جواد ظریف سره په یوه سم وخت کې خبرې وکړي.
ده په عین حال کې وویل چې په اوس وخت کې د خبرو پلان نهلري.
ټېلرسن دا څرګندونې پرون شنبه په داسې حال کې وکړې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ بهرنیو هېوادونو ته د خپل لومړني سفر په لومړي ټپال کې سعودي عربستان ته ورسېد او په ایران کې منځلاری حسن روحاني یو وار بیا ولسمشر غوره شو.
ټېلرسن وویل، سعودي عربستان ته د ولسمشر ټرمپ د سفر یو اصلي هدف د ایران له لوري سیمې ته د ګواښونو مخنیوی دی.