د سوريې له حمصه به ټول مخالف جنګیالي تر نن سهاره ووځي

د سوريې په حُمص کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې له وروستۍ سیمې څخه د پاتې مخالفو وسله‌والو او د هغوی د کورنیو وتل پیل شول.

له دې سره به حُمص ښار د بشار الاسد د حکومت تر بشپړ کنټرول لاندې راشي.

د سوریې دولتي ټلوېزیون او د مخالفانو څارونکې ډلې پرون شنبه وویل، نېږدې ټول مخالف جنګیالي به تر راتلونکي ګهیځ یعنې نن سهاره پورې له ښاره ووځي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا وویل، د ۱۰۳ وسله‌والو په ګډون نېږدې ۴۰۰ تنه تر پرون ماښامه پورې په حُمص کې له (ال وییر) مېنې څخه ووتل او په بس کې د جارابلوس ښارګوټي لور ته روان شول.

دا ښار د یاغیانو تر کنټرول لاندې په ادلب ولایت کې دی چې له ترکیې سره پوله لري.