ټاکل شوې د فیلیپین ولسمشر Rodrigo Duterte رود ریګو دوترته راتلونکې اوونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.
دغه دواړه مشران به په خپلو کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړي.
دا کار داسې مهال کېږي چې د فیلیپین مشر له واشنګټن سره د خپل هېواد د اوږدمهاله ایتلاف په برخه کې د تنوع په لټه کې دی.
د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وایي دا لیدنه به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزي.
د دغه وزارت چارواکي وایي، دا سفر د فیلیپین د ولسمشر د هغې ژمنې یوه برخه ده چې غواړي له روسیې او چین سره د اړیکو په ټینګولو سره د یوې خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ لاره تعقیب کړي.
دغه دواړه هېوادونه د امریکا پیاوړي رقیبان دي.