د افغانستان ولسي جرګه په دولتي ادارو کې د سرپرستۍ دوام د ناامنیو د زیاتولي د لامل په توګه یادوي او په دې برخه کې د اقداماتو غوښتنه کوي.
د دغه جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دې جرګې د نن ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې خلک د ناامنیو له زیاتوالي اندېښمن دي او دې موضوع ته باید جدي پاملرنه وشي.
نوموړي يوځل بیا له حکومته وغوښتل چې نوي نوماند وزیران دې د رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي او په ټینګار سره یې وویل، تر هغې چې حکومت ورته ټول نوماند وزیران معرفي نه کړي د دریو نوماند وزیرانو د رای ورکونې موضوع به د دغه جرګې په اجنډا کې شامله نه شي:
"زموږ په حکومتوالۍ کې د سرپرستۍ دوام يو له هغو ستونزو څخه ده چې ناامنۍ يې ډېرې کړې او تر هغې چې حکومت ټول سرپرست وزیران موږ ته معرفي نه کړي د دریو معرفي شویو وزیرانو د نوماندۍ موضوع په اجنډه کې نه شاملوو."
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمن د پنجشنبې په ورځ وویل چې حکومت د اوو سلب صلاحیت شویو وزیرانو په برخه کې د ولسي جرګې پر پرېکړو جدي ملاحظات لري او لا هم په دې تړاوو د سترې محکمې پرېکړې ته په تمه دي.