تمه ده نن په غزني کې د اسلامي ثقافت د مرکز لپاره نوې جوړه شوې ودانې او ځینې نورې پروژې پرانیستل شي.
د غزني والي عبدالکریم متین ازادي راډيو ته وویل د اسلامي ثقافت د مرکز په ودانۍ ۱۶ میلیونه ډالره لګښت راغلی چې بودجه یې افغان حکومت ورکړې ده.
د غزني والي انجینیر عبدالکریم متین وویل:
"د لوړو زده کړو وزیر، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره او د ښار جوړونې وزیر تشریف راوړی، دوی به د ثقافت لوی مرکز، سرپټی بازار، د نجونو لیلیه، د روږدو کسانو روغتون، د حکیم سنايي مقبره او یو ترانسپورتي ترمینل پرانیزي."
په غزني کې په داسې حال کې د اسلامي ثقافت د مرکز لپاره ودانۍ جوړېږي چې دا ولایت په ۲۰۱۳ کال کې د اسلامي هېوادونو د ثقافت د مرکز په توګه نومول شوی و.
د غزني چارواکي نا امني یو لوی لامل بولي چې په دغه ولایت کې د پراختیايي کارونو مخه ډب کوي.