د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رایه اچونه تېره شپه ناوخته پای ته ورسېده او د رایو شمېرل دوام لري.
څلورو کاندیدانو په دغو انتخاباتو کې سره سیالي وکړه چې تر منځ یې منځلاری حسن روحاني او محافظه کاره ابراهیم رییسي مخکې دي.
تمه وه چې د رایې اچونې مرکزونه په سیمه ییز وخت په شپږو بجو وتړل شي خو د خلکو د ګڼې ګوڼې په سبب درې واره ټاکلی وخت وغځېد.
یوې ایرانۍ رایې ورکوونکې اکبري پور وویل هیله منه ده د انتخاباتو پایلې هغه څه وي چې ایرانیان یې وړ دي:
"زه خوشحاله یم، هیله منه یم د انتخاباتو پایلې هغه څه وي چې موږ یې وړ یو، نو ایرانیان به یوه خوشحاله د شنبې او یکشنبې ورځ په مخکې ولري."
د ایران د دولتي تلوېزیون د رپوټ په اساس څه باندې پنځه پنځوس میلیونو کسان د رایې ورکونې په شرایطو برابر و.
له دې ډلې په انتخاباتو کې د څه باندې څلوېښتو میلیونو خلکو د ګډون خبره تائید شوې چې د رایې ورکونې په شرایطو د برابرو خلکو شاوخوا دوه اویا فیصده جوړوي.