د سویدڼ لوی څارنوال د ویکي لیکس ویبپاڼې د موسس جولیان اسانژ د جنسي تېري د قضي د څېړولو پروسه ودروله.
اسانژ په ۲۰۱۰ کال کې پر یوې ښځې په جنسي تېري تورن شو خو نوموړي دا تور رد کړی دی.
نوموړی د همدې قضيې په تړاو سویډن ته د ده د استرداد د مخنیوي په هدف په لندن کې د اکوادور په سفارت کې پناه اخیستې ده.
که څه هم د جنسي تېري په قضیه کې د هغه په اړه تحقیقات درول شوي خو د دې لپاره چې جولیان اسانژ ځان محکمې ته نه دی سپارلی د اکوادور له سفارت څخه د وتلو په صورت کې به د پولیسو لخوا ونیول شي.
نوموړی وېره لري چې سویډن ښايې نوموړی د امریکا د محرمو پوځي اسنادو د افشا کولو په خاطر متحده ایالاتو ته وسپاري.