په فراه ولایت کې نن د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د دولسم ټولګيو ۱۷۰۰فارغانو برخه واخیسته چې له دې جملې څخه دېرش تنه نجونې دي.
د فراه ولایت د کانکور د څار د پلاوي مشر عبد الاحد مسلم ازادي راډیو ته وویل چې د سږکال ازموینې له پخوانیو سره توپیر درلود او دا ځل د لوړو زدهکړو د وزارت د نوي تګلارې له مخې امتحان اخیستل شوی دی.