د ارزګان سیمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د تېري شپې د نښتې پرمهال ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لمړي کنډک قوماندان نظرمحمد نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله وال تېره شپه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند شاه منصور نومي سیمه کې پر امنیتي پوستو د حملې پرمهال وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښته کې ۱۵ وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.
نوموړی وايي پر یادو پوستو د وسله والو طالبانو حملې پر شاتبمول شوي دي.
خو په سیمه کې یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په یاده نښته د ملي اردو د څلورمې پلي لوا رئیس ارکان ډګرمن نجیب الله په ګډون ۵ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړڅه نه دي ویلي.