د ناټو عمومي منشي وايي، ناټو په اوږدمهال کې د افغانستان د جګړې ډګر ته د زیات شمیر سرتېرو د استولو پر ځای غواړي افغان ځواکونه پیاوړي کړي.
ولسمشر اشرف غني په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل چې د افغانستان د امنیت لپاره د دریو او پنځو زرو ترمنځ نړیوال پوځیان کافي دي او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په اړه د سپینې ماڼۍ په بحثونو کې هم د اضافي سرتېرو د استولو په اړه همدا اټکلي شمېره یادېده.
احمدتکل په دې اړه د ولسي جرګې له غړي نادرخان کټوازي سره خبرې کړي.
ښاغلي کټوازي د مرکې په پیل کې وویل چې د ناټو د عمومي منشي او ولسمشراشرف غني له څرګندونو ښکاري چې د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ موافقه شوې ده:
Your browser doesn’t support HTML5