د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه د مارکو بازار سره نېږدې په یوه امنیتي پوسته کې پنځه تنه پولیس د خپل یوه پولیس ملګري لخوا وژل شوي.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ويلي چې دغه پولس لومړی خپل ملګري مسموم کړي او بیا وروسته په ډزو سره وژلي.
نوموړی وايي، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.