ولسمشر غني د یکه ولنګ - دره صوف سړک پرانیست

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن بامیان ولایت ته ولاړ او هلته یې د یکه ولنګ - دره صوف سړک پرانیست.

محمد اشرف غني د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې په دې سره به بامیان د تحرک په مرکز بدل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل:

"دا پروژه د افغانستان په ټولو خلکو پورې تړلې ده، داسې په خوښیو باید ولمانځل شي لکه څنګه چې د سلما بند د افتتاح لپاره وشوه، ځکه چې په دې پروژې سره نه یوازې د بامیان لارې خلاصېږي بلکې دا ولایت د افغانستان په خوځنده زړه بدلېږي."

د یکه ولنګ - دره صوف سړک ۱۷۸ کېلومتره اوږدوالی لري چې د نېږدې ۲۱۴ میلونو ډالرو په لګښت د یوه چینايي شرکت له خوا په درې نیم کلونو کې جوړېږي.

د دغه سړک مالي لګښت د اسیا پراختیايي بانک په غاړه اخیستی دی.