له ستونزو او روان وضعیت څخه د هېواد د ژغورلو لپاره اړتیا ده چې پر ځوانانو پانګونه وشي څو د دوی سوداګریزې چارې پراخې شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د "شبیه سازي" د هغه پروګرام نوم دی چې تنظیموونکي یې د ځوانانو د یو ځای کېدو او یو د بل د منلو پروګرام بولي.
د ملګرو ملتونو سازمان د "شبیه سازي" یا د ورته جوړونې د پروګرام مسؤل فهیم فُرملي وايي، د دغه کنفرانس هدف په ځوانو محصلانو کې د یو بل د منلو د فرهنګ دودول دي.
فُرملي چې د پنجشنبې په ورځ یې په یاد کنفرانس کې خبرې کولې وویل، په دې برخه کې دا د دوی د پروګرام څلورمه لړۍ ده.
دی وايي:
"موږ غواړو د دغو پروګرامونو له لارې افغانستان کې یو د بل د منلو فرهنګ چې کمزوری دی، غښتلی کړو. دا کنفرانس به درې ورځې وي او پنځه کمېټې لرو."
په دغه کنفرانس کې له ټول هېواده ۳۰۰ ځوانانو ګډون کړی دی.
د فُرملي په خبره دغه کنفرانس به دوه ورځې نور هم دوام وکړي او د افغان ځوانانو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې په نمایشې ډول، جنرال اسمبلي، د امنیت شورا، د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزه شورا او پارلماني کمېټه جوړه کړې ده.
ده وویل، په جوړو شوېو کمېټو کې به له دوی سره د کارموندنې، ټکنالوژۍ، تل پاتې پراختیا موضوعګانې او د سوداګرۍ ډیپلوماسي شریکه او هڅه کېږي چې په ځوانانو کې د سوداګرۍ فکر پیدا شي.
د کنفرانس یوه ګډونوال ځوان ازادي راډیو ته وویل:
"زه اقتصاد وایم، ماته په زړه پورې و او ګډون مې په کې وکړ. دا ډېر ګټور دی ځوانان په کې ډېر څه زدهکولای شي. د نظر تبادله کېږي، خبرې کول زده کوي، یو بل پېژني او ډیپلوماسي زده کوي."
دغه ځوانان وايي، تمه ده چې د دغو پروګرامونو له لارې ورته، کاري زمینې برابرې شي.
دا هیلې په داسې حال کې کېږي چې د حکومت مشرانو د انتخاباتي مبارزو پر مهال ژمنې کړي چې ځوانانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې کړي.
د دغو ځوانانو په خبره، حکومت نه یوازې دا چې د کار زمینې یې ورته برابرې نه کړي بلکې ډېری ځوانان د بېکارۍ او ناامنیو له امله له هېواده ووتل.
له دې سره-سره په دغه کنفرانس کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات وویل، حکومت د ځوانانو کارموندنې ته ژمن او ملاتړی یې دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال کمال سادات
دی وايي:
"اوس هغه ځوانان چې کار کوي د هغوی حقوق نه پایمالېږي، زه ستاسې د خدمتګار په توګه، راځئ چې پروګرامونه جوړ کړو، ما در وغواړئ کور او دفتر ته مو درځم او که نه د سړک پر څنډه سره ودرېږو."
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي له ځوانانو وغوښتل، له هغو کسانو ملاتړ دې نه کوي چې په تېرو څو لسیزو کې یې د خپلو شخصي هدفونو په خاطر له ځوانانو څخه ګټه اخېستې ده.
ده وویل، ځوانان باید له فرصت له او توانه کار واخلي، د هېواد ستونزې په ګوته او هوارولو ته یې هڅې وکړي.
راپور: خان محمد سیند