د افغانستان اجرائيه ریاست وايي چې تر اوسه د ولسي جرګې له خوا د اوو سلب صلاحیت شویو وزیرانو په اړه د سترې محکمې پرېکړې ته انتظار باسي.
د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت د ولسي جرګې پر دې پرېکړه جدي ملاحظات لري.
خو په وینا يې تر دې دمه د څو وزارتونو لپاره چې د سرپرستانو له خوا اداره کېدل وزیران معرفي شوي دي:
"حکومت تر دې دمه د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې منتظر دی، یو شمېر نوي وزیران معرفي شوي دي او دا سلسله ادامه لري او په دې برخه کې حکومت د ولسي جرګې په پرېکړه جدي ملاحظات لري او د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې په اړه لا هم انتظار باسي."
خو د افغانستان ولسي جرګې ویلي تر هغه چې دولت د اوو سرپرست وزیرانو پر ځای نوي وزیران معرفي نه کړي دوی به درې معرفي شوي وزیران په خپله اجنډا کې ونه نیسي.
دا په داسې حال ده چې حکومت نېږدې شپږ میاشتې وړاندې د ولسي جرګې له لوري د اووه سلب صلاحیت شویو وزیرانو مسئله د وروستۍ پرېکړې لپاره سترې محکمې ته استولې ده.
خو تر دې دمه لا سترې محکمې په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.