ICJ: پاکستان دې د هند سمندري ځواکونو پخوانی افسر نه اعداموي

د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جې) په پاکستان امر وکړ چې د هند سمندري ځواکونو پخوانی افسر دې اعدام نه کړي.

دا پرېکړه یادې محکمې نن غرمه مهال وکړه.

د عدالت نړیوالې محکمې د کولبوشان یادف د اعدام د ځنډولو په خاطر د هند تر غوښتنې وروسته دا پرېکړه کړې ده.

پاکستان ویلي، کولبوشان یادف د جاسوسۍ په تور تېرکال په بلوچستان ایالت کې نیول شوی دی.

خو نوې ډهلي ویلي کولبوشان یادف جاسوسي نه کوله او د بند پرمهال ورته د وکیل د نیولو یا سلا مشورې حق نه دی ورکړل شوی.

په کولبوشان یادف د جاسوسۍ او له ترورېزم د ملاتړ تور پورې دی او د پاکستان یوې پوځي محکمې په اعدام محکوم کړی دی.

د کولبوشان یادف په اړه د پاکستان د پوځي محکمې تر پرېکړې وروسته د دغو دوو ګاونډيو خو سیالو هېوادونو تر منځ اړیکې لاخرابې شوې.