پکتیا کې د صابون جوړولو یوه فابریکه فعاله شوه

په پکتیا کې د صابون جوړولو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه فابریکه د یوه افغان سوداګر لخوا د څه باندې یولک امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.

ښاغلی عالمیار وايي؛ دغه فابریکه په ورځکې۱۲۰کارټنه چې د میاشتې لس ټنه صابون کېږي تولیدوي.

د نوموړي په خبره چې د دغې فابریکې په فعالېدو سره یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.