قاسمي: د صادراتو ملي ستراتیژۍ سره به د تولیداتو کچه لوړه شي

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي چې د صادراتو د ملي ستراتیژي په عملي کېدو سره به له افغانستانه په منظم ډول د صادراتو د کېدو ترڅنګ د کورنیو تولیدات کچه هم لوړه شي.

نصیر قاسمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن هم په بلخ کې د خصوصي سکټور او د نړیوال سوداګریز سازمان د استازو ترمنځ د ستراتیژۍ د طرحې پر ډیزاین خبرې وشوې.

نوموړی وایي چې د صادراتو ملي ستراتیژۍ د جوړولو هدایت ولسمشر ورکړی چې جوړه به شي.

قاسمي وایي چې تېر کال بهرنیو هېوادونو ته له بلخ څخه د ۳۲ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو.

قالینې، وچې او تازه مېوې، کرنیز توکي، حیواني محصولات او لاسي صنایع د افغانستان د صادراتو عمده برخه جوړوي.