د افغان حکومت اجرائیه رئیس مني چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیات شوی دی.
عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې د مبارزې په صف کې پراګنده ګي شته خو دا د حکومت د مشرانو مسؤلیت دی چې ملي موخو ته د رسېدو لپاره خلک منسجم کړي:
"له بده مرغه باید پر یوې مسئلې اعتراف وکړو چې د بېلابېلو لاملونو له کبله د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زیات شوی چې لومړنی مسؤلیت د حکومت رهبرانو ته ورګرځي."
دا په داسې حال کې چې د جمعیت ګوند اجرائیوي مشر او د بلخ والي عطا محمد نور په همدې غونډه کې د حکومت د کمزوري مدیرت له کبله نیوکې وکړې.
نوموړي وویل چې د ملي یووالي حکومت د اوسنیو ستونزو د حل لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري.