تهران د واشنګټن د تازه بندیزونو په اړه انتقاد کړی دی

تهران د امریکا متحده ایالتونو له خوا په هغو خلکو چې د ایران د راکټي پروګرام سره اړیکې لري د تازه بندیزونو په لګولو انتقاد کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي نن په یوه تلګرام کې ویلي چې دا کار د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه زیانمنوي.

ښاغلی قاسمي د نویو بندیزونو لګول "د اټمي تړون د مثبتو پایلو د کمولو په خاطر د امریکا بد نیت بولي".

امریکا متحده ایالتونو ویلي چې نن یې د ایران په دوو دفاعي چارواکو، یوه ایراني شرکت، یوه چینايي وګړي او دريیو چینايي ادارو تحریمونه لګولي دي.

د دغو بندیزونو د لګولو هدف د ایران له راکټي پروګرام د دوی ملاتړ ښودل شوی دی.

واشنګټن ویلي چې له ایران سره د اټمي تړون په اساس به لېرې شوي بندیزونه په عادي حالت پاتې وي.