د امریکا انتخاباتو کې د روسیې پر لاسوهنې څارونکی ګمارل شوی

د امریکا متحده ایالتونو عدلیې وزارت د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي ټیم او روسیې تر منځ د احتمالي اړیکو او د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې د قضیې د څېړنې لپاره یو ځانګړی سلاکار ګمارلی دی.

عدلیې وزارت د «اف. بي. ای» یا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې پخوانی رئیس رابرت مولر په دې دندې ګمارلی دی.

د رپوټونو په اساس دا ځانګړی سلاکار اړ نه دی څو عدلیې وزارت ته ځواب ورکوونکی و اوسي.

د متحده ایالتونو د عدلیې وزارت له خوا د رابرټ مولر د ګمارلو له پرېکړې په کانګرس کې ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو پراخ ملاتړ کړی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس ډیموکراټ غړی جیم هایمس وايي، له دې چې مولر یو پاک سړی دی په انتخاب یې خوښ دی.

"زه ډېر خوشحاله شوم. لومړی دا چې مولر انتخاب شو او بل دا چې رابرټ یو تکړه او پاک زړی سړی دی. نو زه ډېر خوښ شوم."

رابرت مولر په داسې حال کې د سلاکار په توګه ګمارل کېږي چې ډونالد ترمپ د «اف. بي. ای» رئیس جیمز کامي له دندې لرې کړ.

داسې ویل کېږي چې سپینې ماڼۍ د عدلیې وزارت په خپلواکو څېړنو کې مداخله کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو استخباراتي ادارې له تېرکال راهیسې د ټرمپ د انتخاباتي ټیم او د روسیې د احتمالي اړیکو او په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې قضیه څېړي.

روسیې په وار وار د امریکا په انتخاباتو کې لاسوهنه رد کړې ده.