د هرات ولایت په مرکز کې د ملي اردو پر موټر د وسلهوال برید له کبله یو سرتیری ووژل شو.
د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوو موټر سایکلو سپرو پر هغه کاسټر موټر ډزې وکړې چې د ملي اردو سرتېري او افسران یې لیږدول.
د ښاغلي فرهاد په خبره وسلهوال له سیمې تښیدلي د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.