ولسمشر محمد اشرف غني نن په بامیانو ولایت کې د یکاولنګ.دره صوف سړک پرانېسته.
ښاغلي غني د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، وویل چې د ملي یووالي حکومت به له ولس سره کړې ژمنې عملي کړي چې د یکاولنګ.دره صوف سړک پرانیسته یې ښه بېلګه ده.
د یکاولنګ ـ دره صوف سړک د جوړولو قراداد شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د افغان او یو چینايي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
تمه ده چې دغه چینايي شرکت د یکاولنګ ـ دره صوف یو سلو اته اویا کیلومټره سړک تر راتلونکو درې نیمو کلونو بشپړ کړي.
د یاد سړک پر جوړونې د افغانستان د پراختيايي بودیجې او د آسیا له پراختیايي بانک څخه۲۰۴میلیونه ډالره ولګول شي.