ټرمپ د ولسمشر په توګه خپل لومړی رسمي سفر سبا جمعه پیلوي

تمه ده چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه خپل لومړی رسمي سفر سبا پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان، اسرائیل، بلجیم او واتیکان ته ولاړ شي، همدا راز به د ایټالیا په سیسلي کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو په غونډه کې برخه واخلي.

ټرمپ پرون د امریکا د سمندري ځواکونو د اکاډیمۍ د محصلانو د فراغت په غونډه کې وویل چې د دې سفرونو په ترڅ کې به هڅه وکړي چې له نورو هېوادو سره اړیکې نور هم ښه شي:

"ډېر ژر خپل لومړی سفر د ولسمشر په توګه پیلوم. د امریکا د خلکو مصؤنیت، امنیت او ګټو ته لومړیتوب ورکوم. زه به له پخوانیو دوستانو سره اړیکې پراخ کړم او د نویو شریکانو د موندلو لپاره به هڅې وکړم. "

ولسمشر ټرمپ به د مې په ۲۵مه د ناټو د مشرانو په غونډه کې په بروکسل کې ګډون وکړي.