اسلام‎اباد: افغانستان ۲ پاکستاني ډیپلوماټان کابل کې نیولي

اسلام‎اباد وایي چې افغانستان د پاکستان دوه ډیپلوماټان په کابل کې نیولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې اړه یې په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفارت ته خپل احتجاج وړاندې کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوی د دوو ډیپلوماټانو نیول د ۱۹۶۱ کال د ویانا له نړیوال کنوانسیونه سرغړونه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې نور توضیحات نه‎دي ورکړي او کابل هم څه نه‎دي ویلي.