چارواکی: ټرمپ د ناټو دفاعي لګښتونو د زیاتوالي له ژمنو راضي دی

د سپینې ماڼۍ یو لوړپوړی چارواکي وایي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د غړیو له‎خوا د دفاعي لګښتونو د زیاتوالي له ژمنو راضي دی خو که په خپلو ژمنو عمل ونه‎کړي د خپل ملاتړ په بېرته اخېستو به غور وکړي.

دغه چارواکي چې نوم یې نه‎دی اخیستل شوی، د چهارشنبې په ورځ بهرنیو خبریالانو ته وویل چې ټرمپ اوس له ناټو سره جوړ دی او ورسره به پاتې شي خو که ناټو په دې برخه کې ډېر ژر او زیات پرمختګ ونه‎کړي نو به ورڅخه خپل ملاتړ بېرته واخلي.

ټرمپ چې د ولسمشرۍ په انتخاباتې کمپاین کې یې پر ناټو پرله‎پسې انتقادونه کړي و چې غړي یې په عادلانه توګه لګښتونه نه ورکوي او نه هم هغه په اغېزمن ډول د ترهګرۍ په وړاندې نړیواله مبارزه مخ ته وړي، تېره میاشت ویلي و چې دغه تړون نور بې اهمیته نه‎دی.