اوکراینیانو ته د اروپايي ویزو ازادولو سند لاسلیک کېږي

ټاکل شوې د اروپایي پارلمان او اروپایي شورا استازي په ستراتسبرګ کې هغه سند لاسلیک کړي چې له مخې یې اوکراین ته د ویزې اسانتیاوې رسمي کېږي.

دا بهیر د ډېرې مودې لپاره ځنډېدلی وو.

دا سند به نن لاسلیک شي او د جون میاشتې له یوولسمې نېټې به عملي شي.

د اوکراین هغه وګړي چې بایومټریک یا برېښنایي پاسپورټونه لري، کولای شي د بریتانیا او ایرلنډ پرته د اروپایي اتحادیې ټولو غړو هېوادونو ته له ویزې پرته د ۹۰ ورځو لپاره ولاړ شي.

په دې کې هغو څلور هېوادونه لکه ناروې، ایسلنډ، سویس او لیختن اشتاین هم شامل دي چې د شنګن زون دي او په اروپایي اتحادیې کې شامل نه‌دي.

وروسته له هغه چې د مې پر یوولسمه د اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو پر دې سند موافقه وکړه، د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو وویل چې هېواد یې بلاخره د ده په وینا د روسیې له امپراطورۍ څخه بیل شو.