د روسیې په جنوب لوېدیځ ښار ولګوګراد کې په یوې ودانۍ کې د ګازو نللیکې د چاودنې له کبله د مړو شمېر څلورو ته ورسېد.
پلټونکو نن وویل چې دې چاودنې د ودانۍ یوه برخه ویجاړه کړې او د شپې په اوږدو کې دوه مړي د خاورو تر انبارونو لاندې موندل شوي دي.
په دې اړه د تحقیق کمېټې ویلي چې درې تنه قربانیان د همدې ودانۍ اوسېدونکي و او څلورم کس د ګازو د نللیکې جوړوونکی وو.
ځایي چارواکي وایي، ډېر احتمال شته چې دا پېښه د هغو کارګرانو لهخوا رامنځته شوې چې هڅهیې کوله په غیر قانوني ډول د اوبو یوه نللیکه پرانیزي.