د افغانستان او مالیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هدف یو تفاهملیک لاسلیک شو.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مالیزیا د قیمتي او نیمه قیمټي ډبرو لپاره مارکېټ لري او باید دې برخه کې له افغانستانه ورته صادرات پیل شي.
نوموړی وايي:
"په همدې هدف د افغانستان او مالیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونو تر منځ یو تفاهملیک لاسلیک شو چې له دې وروسته ګډ کنفرانسونه ولرو، نندارتونونه ولرو، د مالیزیا سره زموږ اړیکې غښتلې شي او دغهراز موږ دغه هېواد ته صادرات ولرو."
ښاغلی پسرلی وايي چې افغانستان هر کال د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له مالیزیا سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
پسرلی وایي چې له مالیزیا څخه اوسمهال افغانستان ته غوړي، خوراکي، پلاستیکي او برقي توکي راواردېږي.