د ایران د مخالف ګوند مشر میر حسین موسوي چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې په کورني بند کې دی په انتخاباتو کې د اوسني ولسمشر حسن روحاني په ګټه رأیه ورکوي.
دا خبره د مخالفانو د ګوند وېبپاڼې کلمه خپور کړی دی.
د خبر له مخې میر حسین موسوي له عسکرو غوښتي څو هغه ته په کور کې د رأیې ورکونې اسانتیا برابره کړي.
موسوي چې یو اصلاح غوښتونکی دی په ۲۰۰۹ میلادي کال انتخاباتو کې تر ماتېدو وروسته د شنه زرغون په نوم د لاریونونو طراح دی او په همدې خاطر د رژیم لهخوا په کور کې بندي شوی دی.
هغه په داسې حال کې له روحاني ملاتړ اعلان کړی دی چې دوه ورځې مخکې دوو نورو اصلاح غوښتونکو پخواني ولسمشر محمد خاطمي او د مخالفانو مشر مهدي کروبي له روحاني خپل ملاتړ اعلان کړ.
له روحاني نه مخکې یوه بل کاندید اسحاق جهانګیري هم ملاتړ اعلان کړی و او د هغه په ګټه له خپلې کاندیدۍ تېر شو.
د ایران د جمهوري ریاست انتخابات د جمعې په ورځ ترسره کېږي او د اوسني ولسمشر حسن روحاني په وړاندې د ایران د مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي له ملاتړ برخهمند ابراهیم رئیسي مهم رقیب بلل کېږي.