هیلي: د پیونګ یانګ ملاتړ کوونکو هېوادو نومونه به واخلم

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وايي، هېوادونه باید پرېکړه وکړي چې له شمالي کوریا سره دي، که له هغو هېوادونو سره چې د پیونګ یانګ د اټمي او راکټي پروګرامونو سره مخالفت کوي.

نیکي هیلي پرون سې شنبه همدارنګه وویل، د هغو هېوادونو نومونه به یاد کړي چې د پیونګ یانګ ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې دا څرګندونې د دې سازمان د ملي امنیت شورا له یوې اضطراري غونډې مخکې وکړې.

دا غونډه چې د تړلو دروازو تر شا جوړېږي په‌کې پر هغو نویو اقداماتو بحث کېږي چې هدف‎‌یې پر شمالي کوریا فشار راوړل دي، څو له اټمي او راکټي ازموینو لاس واخلي.

پیونګ یانګ درې ورځې مخکې د لیرې واټن ویشتونکی یو توغندی وازمایه او ویې‌ویل چې دا توغندی د اټمي سرګلولې د انتقال وړتیا لري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې همدارنګه وویل، که شمالي کوریا اټمي او راکټي ازموینې ودروي، واشنګټن به له پیونګ یانګ سره د خبرو اترو په اړه غور وکړي.